د خزانې وفاقي وزيرې عائشه غوث پاشا وئيلي دي چې د دوست ملکونو نه د مالي مرستو په لړ کښې پرمختګ شوی او د آئي ايم ايف راتلونکي قسط هم راروان دے نو د انديښنې ضرورت نشته

0
179

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزيرې عائشه غوث پاشا وئيلي دي چې د دوست ملکونو نه د مالي مرستو په لړ کښې پرمختګ شوی او د آئي ايم ايف راتلونکي قسط هم راروان دے نو د انديښنې ضرورت نشته۔

د سېنېټ د خزانې قائمه كمېټۍ غونډه د سېنېټر سليم مانډوي والا په مشرۍ كښې وشوه چې د خزانې وزيرې عائشه غوث پاشا بريفنګ وركړو۔

د آئي اېم اېف پروګرام په اړه بريفنګ ورکولو په مهال وزير مملکت وويل چې د آئي اېم اېف پروګرام بحالولو لپاره ډېرې سختې پرېکړې شوې، د آئي اېم اېف سره د اعتماد حاصلولو لپاره وخت پکار دے.

عایشه غوث پاشا وویل پاکستان د بهرنۍ مالي مرستو په برخه کې د دوستو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري، له دوستو هېوادونو سره په دوامداره توګه په تماس کې دي، ډېر ژر به ورسره په چارو کې پرمختګ وشي، چین په سختو وختونو کې له موږ سره مرسته کړې ده. هیله من یو چې سعودي عربستان به هم ډېر ژر مخ پر وړاندې ولاړ شي، په داسې حال کې چې له متحده عربي اماراتو هم ډېرې هیلې شته.

ده ووئيل د ائي اېم اېف څخه راتلونكي قسط ترلاسه كېږي، د اندېښنې ضرورت نشته، له دوستو هېوادونو څخه د مالي مرستې ترلاسه كولو په لړ كښې پرمختګ شوى، آئي اېم اېف د پاكستان د دوستو هېوادونو څخه د مالي مرستې تصديق كوي۔ د مملکت وزير وويل د پټرول سبسډي په مکمله توګه ډيزاين نه ده شوې، په دې باندې کار روان دے، په دې اړه مکمل شفاف نظام ته اړتيا ده، آئي ايم ايف د پټرول سبسډي په ډيزاين کولو سره غريبانو ته په هدفي سبسډي باندې زور اچول منافقت دے. IMF به خبر شي.

Leave a reply