د لاهور هايي کورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل ته د څلورو اونیو لپاره امریکا ته د تګ اجازه ورکړه

باغي ټي وی رپورټ
د لاهور هايي کورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل ته د څلورو اونیو لپاره امریکا ته د تګ اجازه ورکړه.
لاهور هائي کورټ کښې د شهبازګل نوم اي سي ايل کښې شاملولو په ضد د درخواست سماعت شوے دے.د چيف جسټس په مشرۍ کښې درې کسيزه فل بينچ د درخواست سماعت کړے دے۔
محکمې شهبازګل ته د څلورو اوونيو لپاره امريکا ته د تللو اجازه ورکړې ده، محکمې شهبازګل ته يو ځل بهر ته د تګ اجازه ورکړې ده.
عدالت د شهبازګل نوم په ای سی ایل کښې شاملولو په اړه وفاقي حکومت نه جواب طلب کړی دی.






