د یونان په پلازمینه اتن کې امنیتي ځواکونو دوه ځوانان د اسراییلو پر اهدافو د بریدونو د پلانولو په تور نیولي دي

باغي ټی وی رپورټ
د یونان په پلازمینه اتن کې امنیتي ځواکونو دوه ځوانان د اسراییلو پر اهدافو د بریدونو د پلانولو په تور نیولي دي.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې اسرائيل په ايران د سازش تور لګولی او وئيلي يې دي چې ايران په بهر کښې د اسرائيلو اهداف په نښه کولو کوشش کوي .
بل خوا د یونان پولیس وايي، نیول شوي شکمن ایراني الاصله پاکستانیان دي، چې عمرونه یې ۲۷ او ۲۹ کاله دي.
د پولیسو په وینا تورن څلور میاشتې وړاندې له ترکیې څخه یونان ته په ناقانونه توګه داخل شوی و، چې د دې سیل ‘ماسټر مائنډ’ یو پاکستانی دی چې له اروپا بهر اوسېږي.
دبهرنيو خبري اژانسونو ترمخه دغه ماسټر مائنډ په ايران کې اوسيږي، داسرائيلي استخباراتي ادارې موساد په نيولو کې د يوناني پوليسو مرسته کړې وه.