شمالي بلوچستان د زورور لويديځې سېسټم تر اغېز لاندې راغلى، چې په ډېرو سيمو کې له ١٢ ساعتونو راهيسې سخت باران روان دى

باغي ټي وی رپورټ
شمالي بلوچستان د زورور لويديځې سېسټم تر اغېز لاندې راغلى، چې په ډېرو سيمو کې له ١٢ ساعتونو راهيسې سخت باران روان دى.
د بلوچستان په چمن، قلعه عبدالله، پشین، ټوبه اڅکزۍ، ټوبه کاکړي، خانزوئي، زیارت، مسلم باغ، بوستان، کان مهترزۍ، قلعه سیف الله او لورالايي سیمو کې له تېرو دولسو ساعتونو راهیسې د باران لړۍ روانه ده.
د سختو بارانونو له وجې د کوټې په چمن لويې لارې په بيلا بيلو ځايونو د طوفاني بارانونو لړۍ روانه ده او د بارانونو له وجې په نزديو سيمو کښې سيلابي او طوفاني نالې اوبه شوې دي.
د چارواکو په وینا د شمالي بلوچستان په سیندونو او نهرونو کې د سیلاب کچه معتدله ده، په داسې حال کې چې د باراني اوبو په کانالونو کې د سیلابونو له امله د کلیوالي مواصلاتي لارې اغیزمنې شوي دي.
د ليويز چارواکو وينا ده چي د کوئټه چمن لويه لار د کوزک ټاپ د غرونو نه د سيلابي اوبو له وجي متاثره شوي ده چرته چي د اوبو سره په سړک باندي د خټو او تيږو راوتلو له وجي د ټريفک رواني متاثره شوي ده۔
بلخوا د خوشاب، بهکر او بورې والا پشمول د پنجاب مختلفو سيمو کښې باران شوے دے۔




