د خېبر پښتونخوا نګران حکومت د وړيا اوړو وېش کې د بې نظمۍ له امله د وېش لويې مرکزونه تړلي دي

0
116

باغي ټی وی رپورټ
پېښور: د خېبر پښتونخوا نګران حکومت د وړيا اوړو وېش کې د بې نظمۍ له امله د وېش لويې مرکزونه تړلي دي.

د پيښور پشمول خېبرپښتونخوا کښې د وړيا اوړو وېش لړۍ روانه ده او په خيبر پښتونخوا کښې د وړيا اوړو پيکج لاندې په 12 لاکه کورنيو کښې وړيا اوړه وويشل شوي دي.

په ټولیز ډول به په دغه ولایت کې ۵۷ زره کورنیو ته وړيا اوړه ورکړل شي.

د یوې اونۍ په تېرېدو سره هم حکومت نه دی توانېدلی چې د اوړو وېش په منظم ډول ترسره کړي او په ډېرو ځایونو کې د اوړو د وېش پر مهال ګډوډي لیدل شوې ده.

پيښور کښي د پنځه لاکه لس کلو نه زيات د اوړو کڅوړي مستحقو کسانو کښي مفت تقسيم کړے شوي دي۔

د خوراکي توکو د ادارې د معلوماتو له مخې، د بد نظمۍ او ډار اچونې له پېښو وروسته په هره سيمه کې د مېګا وېش پواينټونه لغوه شوي او په هره سيمه کې د پلور درې مرکزونه جوړ شوي دي.

نگران حکومت دعوه کړې وه چې د وړيا اوړو د وېش په ځايونو کې به د معذوره کسانو، مېرمنو او سپين ږيرو لپاره بېل کاونټرې جوړېږي، خو تر اوسه دغه ادعا عملي نه شوه.

Leave a reply