په سپريم کورټ کښې به نن په پنجاب او خيبرپښتونخوا کښې د انتخاباتو د ځنډولو په ضد د درخواستونو اورېدنه کيږي

باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: په سپريم کورټ کښې به نن په پنجاب او خيبرپښتونخوا کښې د انتخاباتو د ځنډولو په ضد د درخواستونو اورېدنه کيږي۔
د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پنځه کسيزه بنچ به اورېدنه کوي.
چيف جسټس وئيلي دي ټولټاکنې صرف ايمرجنسي لګولو سره ځنډولي شي
تيره ورځ په سپريم کورټ کې شوې اوريدنه کې دپاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي وؤ چې ټولټاکنې يواځې په بيړني حالت کې ځنډول کيدى شي.
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال وويل دا يوه ساده پوښتنه ده چې اليکشن کميشن نيټه وړاندې کولى شي او که نه؟






