سي پیک،یوه ګیم چینجر منصوبه ده

باغي ټي وي رپورټ
سی پیک ( چاینا پاکستان اکنامک کوریډور) یوه ډیره لویه تجارتی منصوبه ده په کومه چې په کال ۲۰۱۳ کښې کار شروع شوې دې، ددې لوی منصوبې مقصد دادې چې د چین شنجنګ علاقې د پاکستان د بلوچستان ګوادر پورټ سره د لوی سرک په ذریعه وتړي چې چین وکولې شي په آسانه توګه خپل تجارتي توکي پاکستان او بیا ددې ځای نه وسطي ایشیا ته منتقل کړي.
ددې لوی منصوبې مقصد دادې چې د چین او پاکستان ترمینځ تجارت ښه شي، د چین او پاکستان د عوامو ترمینځ رابطې زیاتې شي او د عام وګړو اود تجارت ښه کولو لپاره کار وشي. د پیښور نه تر طورخم پورې په ددې منصوبې ترلاندې ۷۵ پنځه اویا کلومیټره سرک هم شامل دې چې ددې دا مطلب دې چې چین غواړي چې هم ددې سرک په وجه افغانستان هم په سي پیک کښې شامل کړي او د افغانستان د عوامو ژوند هم په تجارتي لحاظ بدل کړي.
دې ډپلومیټ ویپ پانړې یو رپورټ مطابق سه فریقي تعاون په وجه د سي پیک منصوبه دې ملکونو چین، پاکستان او افغانستان ته ډیره تجارتي فایده ورکولې شي.
دې منصوبې ته د ګیم چینجر نامه هم ورکړې شوې دې ځکه چې په دې منصوبه کښې د چین د علاقو نه واخله تر پاکستان پورې ډیرې لوی اقتصادي منصوبې شاملې دي، اول ددې منصوبې بجټ ۴۷ اربه ډالر وو ولي د کال ۲۰۲۰ کښې دا بجټ ۶۲ اربه ډالر ته رسیدلې دې، په دې منصوبو کښې د سرکونو، صنعتی زون او د بجلې پیدا کیدو منصوبې شاملې دي.
کله نه چې افغانستان نه د بهرني ځواکونو د وتلو اعلان شوي او وس په عملي توګه امریکه او نیټو د افغانستان نه وتلي نو ددې منصوبې اهمیت نور هم زیات شوې ځکه چې چین ګورې که چرې یو طرف سي پیک پاکستان سره تړي نو بل طرف پاکستان د افغانستان سره شریکه پوله لرې او هم دغه رنګ کولې شي چې افغانستان هم په سي پیک کښې شامل کړي.
که چرې چین په رښتیا غواړي چې افغانستان هم په سي پیک کښې شامل کړي نو بیا به چین له په کار وی چې په افغانستان کښې د تل پاتې امن لپاره عملی کار وکړي او په افغانستان کښې چې وس کوم سیاسي بدلون راغلي ،په دې نزدې او ژور نظر وساتي ، طالبان او نور د افغانستان سیاسي او جهادي ګروپونه سره کيښنوي چې نور په افغانستان کښې جنګ ختم شي او هم ددې سي پیک په وجه د افغانستان د عوامو په ژوند کښې خوشحالي او ترقي راولي.
یاده دې وي چې چین په افغانستان کښې د طالبانو د کنټرول نه پس هم په کابل کښې د سفارتخانې د نه تړلو اعلان کړې کوم چې عام افغان وکړې په خو ټکوکښې ستایلې دې.






