د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناء الله د خپل بیان د بیانولو په مهال ویلي چې عمران خان ته یې د وژلو ګواښ نه دی کړی، دا سیاسي خبره ده

0
158

باغي ټي وي رپورټ

په ګوجرانواله کې ميډيا سره خبرو کې دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وويل چې ما دعمران خان دسياسي وجود خبره کړې وه، يو سياستمدار يواځې دسياست خبرې کوي.

د داخله چارو وفاقي وزير وويل د څلورو واړو صوبايي اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ انتخابات به په يو وخت کيږي، په صوبو کې د مانيټرينګ سيټ اپ نه بغير د انتخاباتو نتيجې څوک نه مني، داسې انتخابات به په ملک کې د ګډوډۍ سبب شي.

رانا ثناءالله وويل دعمران نيازي په ضد تراوسه قانون نۀ دى حرکت کړى، دعمران نيازي به احتساب کيږي، اوس به دپي ټي ائي څخه ډير څه راوځي.

ياده دي وي چي تيره ورځ د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي وو چي د عمران خان سره معاملې د واپسي نه بهر تللي دي، د ژوند کولو لپاره چي کله زمونږ وجود رد شي نو مونږ به هر حد ته ځو نو بيا به فکر نه کوو چي څه دي؟ دیموکراتیک یا نه.

بل خوا عمران خان د وفاقي داخله وزير د بيان په ضد اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست جمع کړے دے۔

Leave a reply