د قانون وفاقي وزير نذير تارڑ د ټولټاکنو په اړوند مقدمه کښې دړځانګړي بینچ جوړولو غوښتنه کړې ده

0
194

باغي ټی وي رپورټ

د قانون وفاقي وزير نذير تارڑ د ټولټاکنو په اړوند مقدمه کښې دړځانګړي بینچ جوړولو غوښتنه کړې ده.
د سپريم کورټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې د قانون وفاقي وزير نذير تارڑ اوويل چې د انتخاباتو د تر سره کولو په اړه سوموټو اخستل شوي او د تحفظ لپاره دې فل کورټ بنچ جوړ کړے شي۔

اعظم نذیر تارړ وویل چې جسټس مظاهر نقوي او جسټس اعجاز الحسن په خپله خوښه له مقدمې نه ووت، پرون د جسټس منصور او جسټس جمال مندوخیل پریکړه راغله، دوه مختلف طبقې دي چې مختلفې خبرې کوي، د اختلافي نوټس وروسته دا خبره ثابته شوه.

د قانون وفاقي وزير ووئيل چې په دې مقدمه كښې دې 13 كسيزه بېنچ جوړ كړې شي۔دوه ججانو چې پرون پرېكړه وركړې ده هم ورته اشاره وكړه٬ په دننه كښې د تقسيم او ګډوډۍ ختمولو لپاره دې 13 كسيزه بېنچ جوړ كړې شي۔

هغه وویل چې عامه ګټې او ټاکنې څنګه یو له بل سره تړلي دي؟ اجازه راکړئ چې بشپړه محکمه یې تشریح کړي.

Leave a reply