د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د مقدمې اورېدنه کې ريمارکس ورکړی چې په ملک کې دا مهال تشدد او عدم برداشت دی، اقتصادي حالت وګورئ، د اوړو کرښې دي، د يو بل سره د جنګ پر ځای د هغو خلکو په اړه فکر وکړئ

باغي ټي وی رپورټ
ا سلام آباد: د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د مقدمې اورېدنه کې ريمارکس ورکړی چې په ملک کې دا مهال تشدد او عدم برداشت دی، اقتصادي حالت وګورئ، د اوړو کرښې دي، د يو بل سره د جنګ پر ځای د هغو خلکو په اړه فکر وکړئ
په سپريم کورټ کې دپنجاب او خيبرپښتونخوا دانتخاباتو ځنډولو په اړه دکيس اوريدنه کې چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړى چې دټولو ملي ادارو احترام لازمي دى.
چيف جسټس د پي ټي آئي له وکيل علي ظفر نه پوښتنه وکړه چې آيا هغه د خپل سياسي قيادت سره خبرې کړي دي؟ پي ټي آئي به نوښت وکړي ځکه چې دوی محکمې ته مراجعه کړې ده.
قاضي القضات عمر عطا بندیال ویلي چې دا مهال په هېواد کې تشدد او عدم برداشت دی، اقتصادي حالت ته وګورئ، د اوړو کرښې دي، د خپلو کې د جګړې پر ځای د هغو کسانو په اړه فکر وکړئ.
په دې اړه د پي ټي آئي وکيل علي ظفر وويل که انتخابات وځنډول شي نو دا بحران به نور هم زيات شي.






