د کراچۍ پولیسو حسن خان نیازي له لاهوره نیولی دی

0
214

باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ پولیسو حسن خان نیازي له لاهوره نیولی دی.

د چارواکو په وینا د کراچۍ پولیسو څلور کسیز ټیم حسن نیازی نیولی، په دې ډله کې ایس آی او درې پولیس شامل دي.

تحقيقاتي چارواکي وائي حسن نيازي به تر پلټنو وروستو سبا عدالت ته وړاندې کړل شي.د حسن نيازي په ضد د کراچۍ جمشيد کوارټر پوليس سټيشن کې مقدمه درج شوې ده چې پکې د هغه په ​​ضد د اشتعال انگیز تقريرونو مقدمې شاملې دي.

تېره ورځ د لاهور د ترهګرۍ ضد محکمې حسن نیازي ته اجازه ورکړه چې کراچۍ ته ورشي.

عدالت حسن نيازي ته کراچۍ ته د تلو لپاره دوه ورځې ټرانزټ ريمانډ منظور کړی دی.

Leave a reply