هائي کورټ کښې د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د کيسونو تفصيل جمع کړے شوے دے

0
206

باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: هائي کورټ کښې د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د کيسونو تفصيل جمع کړے شوے دے۔

د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد تر اسلام اباد پورې د مقدمو تفصيل عدالت ته د آئي جي اسلام آباد او ايف آئي اے لخوا جمع کړے شوے دے۔

د پوليس رپورټ ترمخه د عمران خان په ضد په اسلام آباد کښي 29 مقدمې درج شوي دي، 28 پوليس او د ايف آئي اے ريکارډ مطابق د عمران خان په ضد يو مقدمه درج کړے شوي ده، د پوليسو يو مقدمه خارج کړې شوې ده۔

رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې 7 مقدمې تر پلټنو لاندې دي او 20 مقدمې په ټرائل کورټ کښې روانې دي، د FIA فارن ایکسچینج قانون لاندې درج شوې مقدمې په بنکنګ عدالت کښې روانې دي.

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د کيسونو تفصيل وړاندې کولو نه پس درخواست خارج کړے دے۔

عدالت پوليسو ته هدايات ورکړي چې کښېني او ټول صورتحال وڅاري او فيصل چوهدري سره دې تماس کې شي.

Leave a reply