له بهکر وروسته په ساهیوال کې د وړیا اوړو د وېش پر مهال یوه مېرمن د غوبل په مهال مړه شوه

باغي ټي وي رپورټ
له بهکر وروسته په ساهیوال کې د وړیا اوړو د وېش پر مهال یوه مېرمن د غوبل په مهال مړه شوه.
د ريسکيو سرچينو ترمخه ساهيوال په نواز شريف پارک کې د وړيا اوړو ويشلو په مهال ډوبه شوې چې له وجې 19 زنانه ژوبل شوې چې سمدستي د طبي امداد لپاره هسپتال ته منتقل کړے شوي دي۔
ژغورونکې سرچینې وايي، چې په دې پېښه کې یوه ښځه هم وژل شوې ده.
د ژغورنې سرچینې وايي، په عملیاتو کې تر پنځو زیاتو ژغورونکو موټرو برخه اخیستې وه.
د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه ګڼو کسانو د وړيا اوړو د ترلاسه کولو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړى، په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې په بهکر کې هم د اوړو ټولولو په ليکه کې د ګډوډۍ له امله يو وګړى مړ شوى و.






