د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري اعلان کړی چې تر اختر وروسته به په ګورنر هاؤس کې ۵۰ زره کسانو ته د آی ټي کورسونه ورکول کیږي

0
245

باغي ټي وی رپورټ
کراچۍ: د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري اعلان کړی چې تر اختر وروسته به په ګورنر هاؤس کې ۵۰ زره کسانو ته د آی ټي کورسونه ورکول کیږي.

د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري د خپلې کورنۍ او ملګرو سره د برنس روډ په رستورانت کې د خپلې خوښې خواړه وخوړل.

په دې موقع جيو نيوز سره خبرو كښې د سنده ګورنر ووئيل زه چې چرته هم ځم هغه په ​​سوشل ميډيا شيئر كوم تر څو خلك په اسانۍ سره ماته ورسېږي۔

هغه وويل خلک د سړکونو د کرائم او افراطيت له وجې اندېښمن دي، د باغونو مالکان د مېوو لوړ نرخونه ورکوي، زه به ورسره هم خبرې وکړم، د خلکو د ستونزو په اړه د سنده حکومت ته خط هم ليکلی دی.

کامران تسوري وايي، له اختر وروسته به په ګورنر هاوس کې پنځوس زره کسانو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ پروګرامونه ورکول کېږي، چې په لومړي پړاو کې به ښځو ته کورسونه ورکول کېږي او د دې کورسونو له لارې به خلک د موبايلونو په کار کولو سره پيسې ترلاسه کوي.

Leave a reply