په سعودي عربستان کې د عمرې د زائرینو د بس د چپه کیدو له امله ۲۰ تنه مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
په سعودي عربستان کې د عمرې د زائرینو د بس د چپه کیدو له امله ۲۰ تنه مړه او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
د عربي ميډيا له مخې دا پېښه د دوشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د عمرې زائرينو يو بس د برېک د خرابېدو له امله له پله سره وجنګېد او اور ولګېد.
د ځايي چارواکو په وینا په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
متاثره شوی بس له خمیس مشیت نه مکې مکرمې ته روان وو چې د ځايي خلکو نه علاوه زیاتره مسافرین په کې وو.
د ژغورنې چارواکي وايي، چې حاجیان د عمرې ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته روان وو، چې ټپيان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.





