د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د مسلم ليګ (ن) د مشرې مريم نواز خلاف د مقدمې درج کولو لپاره ايف آئي اے ته درخواست ورکړے دے
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د مسلم ليګ (ن) د مشرې مريم نواز خلاف د مقدمې درج کولو لپاره ايف آئي اے ته درخواست ورکړے دے۔
فواد چوهدري په درخواست کښې ليکلي چې مريم نواز د عمران خان خلاف په سوشل ميډيا متنازع بيان جاري کړے دے۔
درخواست کې وئيل شوي چې مريم نواز په خپل ټويټ کې د عمران خان صحت متنازع ګرځولو سره د کارکنانو د بدلولو او د عمران خان د بدنامولو کوشش کړی دی.
له دې امله غوښتنه شوې چې ایف آی اې دې د مریم نواز خلاف مقدمه درج کړي او اقدام دې وکړي.