پاکستان په ډنمارک کې د قرآن کریم د سپکاوي یوه بله ناوړه پېښه غندلې ده

0
92

باغي ټی وی رپورټ

پاکستان په ډنمارک کې د قرآن کریم د سپکاوي یوه بله ناوړه پېښه غندلې ده.
د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د داسې پېښو تکرار د دغه قانون د موثريت په اړه پوښتنې راپورته کوي چې تر شا يې د اسلام ضد وسله وال پټ دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره قانوني دفاع چمتو کړي.

له بلې خوا سعودي عربستان، بحرین، ترکیې، مراکش، قطر او اردن هم په ډنمارک کې د قران کریم بې حرمتي غندلې ده.

Leave a reply