د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) پخواني مشر بشیر میمن څرګنده کړې ده چې د ارشد ملک ویډیو کېس کې پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه پرنسپل سیکرټري اعظم خان پرله پسې فشارونه اچولي دي.

0
174

باغي ټی وی رپورټ

د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) پخواني مشر بشیر میمن څرګنده کړې ده چې د ارشد ملک ویډیو کېس کې پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه پرنسپل سیکرټري اعظم خان پرله پسې فشارونه اچولي دي.

بشير ميمن پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې عمران خان او اعظم خان په ما باندې فشار راوړو چې ناصر جنجوعه شکنجه کړم او مجبور يې کړو چې د نواز شريف او مريم نواز په ضد بيان ورکړم.

هغه وویل عمران خان ټینګار کړی چې د وینا لپاره باید له هرې قانوني او غیر قانوني لارې کار واخیستل شي. بشير ميمن وويل چې ايف آئي اے پلټنه وکړه او معلومه شوه چې ناصر جنجوعه د ويډيو اسکينډل سره هيڅ تعلق نه لري، عمران خان د ناصر جنجوعه د بې ګناهۍ د اوريدو وروستو سخت په غصه شو.

بايد يادونه وشي چې ناصر جنجوعه د نواز شريف د کورنۍ يو باوري ملګری ګڼل کېږي.

Leave a reply