له نن څخه په ټول هېواد کې د سختو بارانونو، ورښت او په غرونو د واورې ورېدو وړاندوينه شوې دې
باغی ټی وی رپورټ
له نن څخه په ټول هېواد کې د سختو بارانونو، ورښت او په غرونو د واورې ورېدو وړاندوينه شوې ده.
له نن څخه تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د هېواد په زياتره برخو کې د زياتو بارانونو امکان دى، په ځينو ځايونو کې د سخت باران، ږلۍ او په غرونو د واورې وريدو امکان دى.
د موسمیاتو محکمی په حیدراباد او کراچۍ کښې د تیزو بادونو او تندر سره د باران امکان څرګند کړی دی.
د موسمياتو محکمي ترمخه د بلوچستان په کوټه، چمن، پشين او بارکان کښي غرني دريابونو کښي د سيلاب خطره ده ولي د خېبرپښتونخوا په دير، سوات، کوهستان، نوشهره، مردان کښي هم د سيلاب راتلو امکان دے ، وزیرستان او باجوړ.
د موسمياتو محکمي په ګلګت بلتستان، کشمير، مري او ګلياټ کښې د زمکې د ښوئيدو ويره څرګنده کړې ده۔