د انرژۍ وفاقی وزیر خرم دستګیر عمران خان ته د زمان پارک د بجلۍ بل ادا کولو مشوره ورکړې ده

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد:د انرژۍ وفاقی وزیر خرم دستګیر عمران خان ته د زمان پارک د بجلۍ بل ادا کولو مشوره ورکړې ده.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک سره په خبرو کې خرم دستګير وويل که عمران خان د يوې بلې مقدمې نه بچ کول غواړي نو د لاهور اليکټرک سپلائي شرکت کارکوونکي دې د زمان پارک کور وګوري.
ده ووئيل که عمران خان د بجلۍ بل ادا کړي نو د مقدمې نه به بچ شي۔
ياده دي وي چي د لاهور اليکټريک سپلائي شرکت (ليسکو) د بجلئ غلا په شکايت د زمان پارک انتظاميي ته نوټس جاري کړے دے۔
نوټس کې ويل شوي چې په سوشل ميډيا په زمان پارک کې د بجلۍ د غلا رپورټ مخې ته راغلی و، کله چې د ليسکو ټيم د شکايت د چک کولو هڅه وکړه نو هلته تعینات سيکورټي ورته اجازه ورنکړه، د ليسکو ټيم اوس له دې پرته بله چاره نه لري. د پولیسو څخه د مرستې غوښتنه کول.






