د سرو زرو بيه نن يو ځل بيا لوېدلې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د سرو زرو بيه نن يو ځل بيا لوېدلې ده.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د یو توله سره زر په بیه کښې د ۱۱۰۰ کلدارې کمی راغلی چې له دې وروسته د سرو زرو بیه دوه لاکه څلور زره شپږ سوه روپۍ ته رسیدلې ده.
د لسو ګرامو سرو زرو بيه هم له ٩٤٤ کلدارو کمېدو سره يو لک ٦٠ زره ٧٩٤ کلدارو ته رسېدلې ده. په داسې حال کې چې په نړيوالو بازارونو کې د يوانس سرو زرو بيه له ٢٨ ډالرو څخه ١٩٥٠ ډالرو ته راټيټه شوې ده.
ياده دې وي چې د تېرې کاروباري اوونۍ په وروستۍ ورځ هم د سرو زرو په بيه کې ١٨٠٠ کلدارې کموالى راغلى و.





