په سپريم کورټ کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو د نېټې په اړه د مقدمې اورېدنې په مهال د اسلام اباد د اېډوکېټ جنرل او د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري ترمينځ د تاؤ تريخوالي تبادله شوې ده

0
334

باغی ټی وی رپورټ
په سپريم کورټ کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو د نېټې په اړه د مقدمې اورېدنې په مهال د اسلام اباد د اېډوکېټ جنرل او د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري ترمينځ د تاؤ تريخوالي تبادله شوې ده.

د اورېدنې په مهال د اسلام اباد اېډوکېټ جنرل وويل چې ما هم د امنيت په اړه خبرې کړي دي، چې په ځواب کې فواد چوهدري وويل نه، تاسو په دې اړه خبرې نه دي کړي، تاسو دروغ وايي. د اسلام اباد ایډوکیټ جنرل فواد چوهدري ته په ځواب کې وویل: ستا نه زیات دروغ بل څوک نه وايي.

عدالت فواد چوهدري او ایڈووکیټ جنرل اسلام آباد د خبرو اترو نه منع کړي دي.

چيف جسټس وويل دامنيت په اړه د وفاق په نظر کې نيولو او دپوليسو دنيولو څخه منع کولو سره بايد رياست په دې پوه شي چې دا يو رياست دى، حکومتونه راځي او ځي، رياست دخپلو خلکو لپاره موجود دى.

Leave a reply