د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د شهر قائد د موسم په اړه وړاندوینه کړې ده

0
225

باغی ټی وی رپورټ

د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د شهر قائد د موسم په اړه وړاندوینه کړې ده.

د موسمياتو کارپوه جواد ميمن وايي، په کراچۍ کې د سمندري هوا سرعت کم دی، نن د تودوخې درجه د ۳۲ نه تر ۳۴ درجو پورې رسېږي.

د جواد میمن په وینا د غربي بادونو د لړۍ له وجې په کراچۍ کې د بادونو رخ لویدیځ او شمال ختیځ ته پاتې کیدی شي، په داسې حال کې چې د لویدیځو هواونو لړۍ به د مارچ تر ۲۸مې په ټول هیواد کې اغیز وکړي.

د موسمياتو پوهان وائي چې کراچۍ کښې د مارچ د 29مې نيټې نه تر 30م مارچ پورې د ماښام يا شپې په مهال د باران امکان دے او د دغه نظام تر اثر لاندې په ځينو ځايونو کښې د معتدل او سپک باران امکان دے.

د موسمیاتو پوهانو وړاندوینه کړې چې د دې سیسټم تر اغیزې لاندې د کراچۍ په شاوخوا سیمو کې هم د ږلۍ امکان دی، د دې سیسټم تر اغیزې لاندې د اپرېل تر دوهمې نیټې پورې د هیواد په ډیرو برخو کې د باران او په لوړو سیمو کې د واورې وریدو امکان دی. .

Leave a reply