د پي ټي آئي چيرمين عمران خان اسلام آباد هائي کورټ کښې حاضر شو

باغي ټي وی رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان اسلام آباد هائي کورټ کښې حاضر شو۔.
پخوانی لومړی وزیر عمران خان عدالت ته د حاضریدو لپاره له زمان پارک څخه په یوه کاروان روان شو.
له عمران خان سره څلور موټرو ته محکمې ته د ننوتو اجازه ورکړل شوه
له عمران خان سره اسلام اباد ته تلونکي ګاډي په ګولره جنکشن ودرول شول او له دوی سره یوازې ۴ ګاډو ته اسلام اباد ته د ننوتو اجازه ورکړل شوه، جیمر لرونکي ګاډي ته هم د مخکې تګ اجازه ورکړل شوه.
د پخواني وزيراعظم ګاډي ته د اسلام اباد هائي کورټ ته د ننوتو اجازت ورکړے شو، پوليسو د هائي کورټ خوا ته ټول ګاډي ودرول۔
عمران خان په جوډيشل کمپلکس کې د ورانکارۍ په مقدمو کې د ضمانت غوښتنه کوي.
د عمران خان غوښتنه
عمران خان د ورانکارۍ او فساد په ۷ مقدمو کې د عبوري ضمانت غوښتنه کړې ده.
درخواست کې وفاقي حکومت او نورو ته خواست کولو سره وئيل شوي چې دا مقدمې د سياسي انتقام په هدف درج کړل شوي ، د عمران خان په ضد په رامنا پوليس سټيشن ، سي ټي ډي او گولهرا کې د بيلا بيلو دفعات لاندې مقدمې درج شوي دي .
د عمران خان پر غوښتنو اعتراض
د اسلام اباد هائي کورټ رجسټرار د عمران خان د عبوري ضمانت په درخواستونو اعتراض پورته کړی دی.
د اسلام آباد هائي کورټ رجسټرار آفس د عمران خان د عبوري ضمانت لپاره په 7 درخواستونو اعتراضونه پورته کړي دي۔
د رجسټرار دفتر اعتراض کړی چې عمران خان بایومیټریک نه دی کړی.
د رجسټرار دفتر یو بل اعتراض هم پورته کړی چې څنګه کولی شي د استیناف محکمې وړاندې های کورټ کې درخواست دائر کړي؟
د اسلام آباد د پولیسو بیان
بل لوري ته داسلام اباد دپوليسو وياند وايي دعمران خان ممکنه عدالت ته حاضريدو په اړه معلومات نشته، اسلام اباد پوليس به دمحکمې دحکمونو په رڼا کې امنيتي انتظامات کوي.
پوليس وايي که د پخوا په څېر چلند وشي، نو پوليس به له تبعيض پرته قانوني لاره خپله کړي.
بل لوري ته وفاقي پوليسو د عمران خان د وړاندې کېدو لپاره تيارۍ بشپړې کړي دي.
پوليس چارواکي وايي د اسلام اباد هائي کورټ په شاوخوا کې د ٢٥٠٠ اهلکارو گمارلو فيصله شوې ده او په دې موقع به د بم ډسپوزل سکواډ ټيم هم موجود وي.
دپوليسو وينا ده چې امنيتي پلان په بيلا بيلو برخو ويشل شوى، د اوښکې بهونکي ګاز، ربړي ګوليو، واټر کينن او جيل وان په اړه پلان حتمي کړل شوى دى.






