د څلور ورځنۍ انټربینک رخصتۍ وروسته، د ډالر په ارزښت کې زیاتوالی راغلې
باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ: د څلور ورځنۍ انټربینک رخصتۍ وروسته، د ډالر په ارزښت کې زیاتوالی راغلې .
تیره اونۍ، ډالر د سوداګرۍ اونۍ په وروستۍ ورځ د 72 پیسو په کمیدو سره په 283.20 روپیو بند شو.
نن د څلور ورځنۍ انټربینک رخصتۍ نه پس د روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ لوړ شو.
د انټربینک کاروبار په پیل کې د ډالر بیه ۳۰ پېسې نوره هم ګرانه شوې ده، چې وروسته یو امریکايي ډالر ۲۸۳.۵۰ روپۍ شو.