د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان به نن د اسلام آباد هائي کورټ سره جوډيشل کمپلکس کښې وړاندې کيږي

0
152

باغي ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان به نن د اسلام آباد هائي کورټ سره جوډيشل کمپلکس کښې وړاندې کيږي

پخوانی وزیراعظم عمران خان عدالت ته د حاضریدو لپاره د قافلې سره زمان پارک ته روان شو او د هغه قافله د کلا شاه کاکو په لویه لاره تیره شوې ده.

عمران خان په جوډيشل کمپلکس کې د ورانکارۍ په مقدمو کې د ضمانت غوښتنه کوي.

بل لوري ته داسلام اباد دپوليسو وياند وايي دعمران خان ممکنه عدالت ته حاضريدو په اړه معلومات نشته، اسلام اباد پوليس به دمحکمې دحکمونو په رڼا کې امنيتي انتظامات کوي.

پوليس وايي که د پخوا په څېر چلند وشي، نو پوليس به له تبعيض پرته قانوني لاره خپله کړي.

بل لوري ته وفاقي پوليسو د عمران خان د وړاندې کېدو لپاره تيارۍ بشپړې کړي دي.

پوليس چارواکي وايي د اسلام اباد هائي کورټ په شاوخوا کې د ٢٥٠٠ اهلکارو گمارلو فيصله شوې ده او په دې موقع به د بم ډسپوزل سکواډ ټيم هم موجود وي.

دپوليسو وينا ده چې امنيتي پلان په بيلا بيلو برخو ويشل شوى، د اوښکې بهونکي ګاز، ربړي ګوليو، واټر کينن او جيل وان په اړه پلان حتمي کړل شوى دى.

Leave a reply