د پاکستان سفارت بهرني وګړو له هم د ویزې سهولت ورکوي

0
342

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارتخانه بهرني وګړو له هم د ویزې سهولتونه ورکوي چې پاکستان ته راشي، د پاکستان سفارت ۳۵۰ بهرني ملکونو،افغانانو او پاکستاني وګړو ته ویزه ورکوي چې د افغانستان نه پاکستان ته راشي او بیا خپل ملکونو ته لاړ
شي.

په کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وای چې دوی ۳۵۰ بهرنی وګړې د افغانستان نه د ویستلو لپاره انتظامات کړي او دې لپاره به پی آی اې دوه پروازونه کوي. په دې خلقو کښې د بهرملک وګړو نه علاوه افغانان او پاکستانیان هم شامل دي کوم به چې د پی آیی اې فلایټ په ذریعه پاکستان ته راوړل شي.
یاده دې وی چې د پاکستان سفارت په کابل کښې وس هم بهرني ،افغانانو او پاکستانیانو لپاره د سفری سهولت ورکولو انتظامات کوی او د پاکستان سفارت داسې سهولتونه افغانانو ډیر په خو ټکو ستایلي دي.
په داسې وخت کښې چې په کابل کښې د امریکه او نورو مغربي ملکونو سفارتخانې بندې دي او د پاکستان ، چین او روس سفارتخاني افغانانو او نور د بهر هیوادونو وګړو ته د افغانستان نه د سفر کولو لپاره سهولت ورکوي،ډیر د فخر وړ کار دې.
یاده دې وي چې د پاکستان په کابل کښې سفیر منصور احمد خان د کوششونو له وجهې وسه پورې په ګنړ شمیر کښې پاکستانیان د کابل نه پاکستان ته راغلي

Leave a reply