عمران خان به نن د اسلام آباد هائي کورټ سره جوډيشل کمپلکس کښې هم حاضر شي
باغي ټی وی رپورټ
عمران خان به نن د اسلام آباد هائي کورټ سره جوډيشل کمپلکس کښې هم حاضر شي۔
دسرچينو له مخې عمران خان به د ورانکارۍ په مقدمو کې د ضمانت لپاره جوډيشل کمپلکس ته ځي.
بل لوري ته داسلام اباد دپوليسو وياند وايي دعمران خان ممکنه عدالت ته حاضريدو په اړه معلومات نشته، اسلام اباد پوليس به دمحکمې دحکمونو په رڼا کې امنيتي انتظامات کوي.
د اسلام اباد د پوليسو د وياند په وينا، که د پخوا په څېر چلند وشي، نو پوليس به له هر ډول توپير پرته له قانوني لارو کار واخلي.