د پنجاب او بلوچستان نه پس په سندهـ کې هم د عمران خان د وراره او فوکل پرسن حسن نیازي خلاف مقدمه درج شوي ده

0
192

باغي ټی وی رپورټ
د پنجاب او بلوچستان نه پس په سندهـ کې هم د عمران خان د وراره او فوکل پرسن حسن نیازي خلاف مقدمه درج شوي ده.

د کراچۍ جمشید کوارټر پولیس سټیشن کې د محمد اقبال په نوم د یوه وګړي په شکایت د عمران خان د وراره بیرسټر حسن نیازي خلاف مقدمه درج شوې ده.

دپوليسو چارواکو ترمخه دحسن نيازي په ضد داشتعال انگیز تقرير کولو مقدمه درج شوې ده.

مدعي اقبال پوليس ته بيان ورکړو چې د يو کس په کور کې د واټس اپ استعمالولو ويډيو مخې ته راغله په ويډيو کې دغه کس مرکه کوله په مرکه کې دغه کس وويل چې که عمران خان نيول شوی وای نو نه يې نيولی. د چا پروا به وي، دوما دم مست به قلندر وي او په دې وطن کې به کورنۍ جګړه وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کس حسن نیازی عرف حفیظ الله نیازی نومېږي، دغه کس د خپلو همکارانو په مرسته خلک پاڅون ته هڅول، حسن نیازي د دفاعي ادارو پخوانیو او اوسنیو رئیسانو ته د ګواښونو په کولو سره د خپلو همکارانو په نومونو ته ګواښونه کول. دوی په کوډ کلمو کې

دسرچينو له مخې ښايي پوليس دحسن نيازي دنيولو لپاره نن پنجاب ته روان شي.

ياده دې وي چې کله د کوټې محکمې حسن نيازي د سې شنبې په ورځ په ضمانت منظور کړ، نو هغه د سولې د ګډوډۍ له وېرې نيول شوی و، چې وروسته د پنجاب پوليسو نيولی و.

Leave a reply