د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې خپل غړي ی له تور لیسته وباسي

باغي ټي وي رپورټ
د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې خپل غړي ی له تور لیسته وباسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د طالبانو نوم شاملول د دوحې له هوکړې سرغړونه ده.
ذبيح الله مجاهد وايي، څو څو ځله يې ويلي، چې فشار او زور کومه پايله نه لري، د افغانستان شل کلنې جګړې ثابته کړې، چې افغانان تر فشار لاندې نه تسليمېږي، د خبرو او جوړجاړي لاره غوره ده.
هغه وويل چې زموږ له ٢٠ تر ٢٥ پورې غړي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي، ځينې يې له تور لېست څخه مړه شوي، ځينې ژوندي دي او يو شمېر غړي يې اوس په افغان حکومت کې کار کوي.
د امنیت شورا د یوې هوکړې په پایله کې د طالبانو د ۱۳ غړو د معافیت موده لا هم نه ده غځول شوې.
طالبانو ته د ملګرو ملتونو د معافیت موده د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې پای ته ورسېده.






