د فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) انلینډ ریونیو ملازم وزیراعظم شهباز شریف ته خط لیکلی چې پکښې د کرپشن کولو اجازت غوښتې دې
باغي ټي وي رپورټ
د فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) انلینډ ریونیو ملازم وزیراعظم شهباز شریف ته خط لیکلی چې پکښې د کرپشن کولو اجازت غوښتې دې.
د خط په متن کې ویل شوي چې د انفلاسیون له امله د معاش نه د کور لګښتونه نه پوره کیږي، د کور لګښتونه یو لاکه ۱۰ زره ۵۰۰ روپۍ او تنخواه کمه ده.
ملازم وزيراعظم ته خط ليکلي چې د افراطيت او خرچو د زياتوالي له وجې د راتلونکي لپاره هيڅ بچت نشته، د نيب، ايف آئي اے، وزيراعظم آفس او نورو ادارو د ملازمينو تنخواګانې زياتې دي۔
دغه کارمند وايي، د کم معاش او انفلاسیون له امله د کور لګښتونه نه شي پوره کولای.ملازمينو غوښتنه وکړه چې د ايف بي آر ان لينڊ ريونيو ملازمينو ته دي ايگزيکټيو الاؤنس ورکړے شي۔
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د انفلاسيون کچه د لوړېدو په حال کې ده او په تېره يوه اوونۍ کې په هېواد کې د انفلاسيون کچه ١،٨٠ سلنه لوړه شوې، چې له دې وروسته په ټول هېواد کې د انفلاسيون کچه ٤٦،٦٥ سلنه ته ورسېده.