د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، ټول هېواد د سیلاب په څېر په فساد کې ډوب دی

0
118

باغي ټي وي رپورټ
سیالکوټ: د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، ټول هېواد د سیلاب په څېر په فساد کې ډوب دی.

جيو نيوز سره خبرو کې خواجه اصف وويل چې کله چې پي ډي ايم جوړ شو مونږ هيڅ داسې کار نۀ دى کړى چې د آئين خلاف وي، مونږ تباه شوى معيشت لرو چې ښه کيدل به وخت ونيسي.

هغه وويل، چې ټول هېواد د فساد له امله د سيلاب په څېر ډوب شوى، دوى هڅه کوي، چې اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي او فساد کنټرول کړي.د مسلم ليګ (ن) مشر وايي دا هغه مافيا ده چې څلور کاله يې پاکستان لوټ کړ او اوس يې له حسابه ډډه کول غواړي، عمران خان غواړي چې بيا واک ترلاسه کړي او له خپلې کورنۍ سره د فساد کولو موقع ترلاسه کړي.

خواجه اصف ویلي د عمران خان بیانیه اوس کار نه کوي، د سازشونو سفر له امریکا پیل شو چې وروسته محسن نقوي، آی جی پنجاب او آی جی اسلام اباد ته ورسېد.
د مسلم ليګ (ن) د مشر د وطن واپسي په اړه د پوښتنې په ځواب خواجه اصف وويل چې نواز شريف ژر راځي خو نېټه به نه ورکوي، د نوازشريف له ستنېدو وروسته به ډېر ښه شي.

Leave a reply