د پاکستان خیبرپښتونخوا کې وروستیو بارانونو او سیلابونو مرګ ژوبله او د کورونو نړول رامنځته کړي.
د پاکستان خیبرپښتونخوا کې وروستیو بارانونو او سیلابونو مرګ ژوبله او د کورونو نړول رامنځته کړي.
26 مارچ یکشنبه 2023
د پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې د وروستیو سختو اورښتونو له کبله د څو کورونو چتونه نړېدلي چي په پایله کې لږ تر لږه څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل طرفته د خیبرپښتونخوا کې طبیعې پېښو ته د رسېدو ادارې ویلي چې په دغو پېښو کې ۱۷ تنه ټپیان شوي هم دي. د یادې ادارې په خبره چې د خپلو کارکوونکو ته یې د چمتو والي او بېړنیو مرستو ویلي دي.
د یادو طبیعي پېښو خبرونه په داسې وخت کې خپریږي چې څلور ورځې وړاندې د نوي کال پر دویمې شپې یوې ځواکمنې زلزلې د افغانستان په ګډون د سیمې یو شمېر هیوادونه لړزولي و.
اړوند موضوعات
وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې په ملیونونو سیلاب ځپلي پاکستانیان د خواخوږۍ او پیوستون په لټون کښې دي
د چارواکو له قوله چې نوموړې زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لسګونه مړه، سلګونه ټپیان او تر زرو ډېر کورونه ونړول.