د کډوالو چارو سرپرست وزیر د ايران له سفير سره ليدلي او ایران کې د میشتو افغان کډوالو په اړه یې خبرې اترې کړی.

0
101

د کډوالو چارو سرپرست وزیر د ايران له سفير سره ليدلي او ایران کې د میشتو افغان کډوالو په اړه یې خبرې اترې کړی.

26 مارچ یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني په افغانستان کې د ايرن له سفير حسن کاظمي قمي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې ليدنه کې ښاغلي حقاني د ايران له سفير څخه مننه وکړه او له هغه څخه يې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو سره د نېکې رويې، دحج د مراسمو پرمهال د افغانانو تګ راتګ، د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې سره د همکاريو او په بېلابېلو پېښو کې د وژل شوو افغانانو د جسدونو د چټک لېږد په برخه کې د همکاريو غوښتنه وکړه.

 

په دې ليدنه کې د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلاح خروټي هم شتون درلود نوموړي د ايران له سفير څخه وغوښتل، چې په تېرو ناستو کې چې د افغان مهاجرينو په اړه کومې هوکړې شوي، عملي کړي.

اړوند موضوعات

 هیئتی از وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان برای بررسی مشکلات مهاجرین افغان در ایران به ایران سفر کردند

 

د ايران سفير حسن کاظمي قمي د موضوع اړوند خبرې وکړې ويې ويل، موږ د افغان مهاجرينو سره ښې اړېکې لرو او تل هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې لا نږدې کړو او په هغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو شته ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.

Leave a reply