د پاکستان تحریک انصاف چیرمین او پخواني وزیراعظم عمران خان د خپل ځان بشپړ حفاظت لپاره لاهور هائی کورټ کښې درخواست جمع کړے دے

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین او پخواني وزیراعظم عمران خان د خپل ځان بشپړ حفاظت لپاره لاهور هائی کورټ کښې درخواست جمع کړے دے۔

عمران خان د لاهور هائي کورټ کښې د تحفظ لپاره بله درخواست جمع کړے دے چې پکښې وئيلي شوي دي چې هغه ته هغه تحفظ نه دې ميلاويږي کوم چې د پخواني وزيراعظم په توګه د ده حق دے.

درخواست کې د عمران خان له لوري ويل شوي چې زما ژوند په خطر کې دی خو امنيت نه ورکول کېږي، امنيت نه ورکول د اساسي قانون او اساسي حقونو خلاف کار دی.
عمران خان د لاهور هائي کورټ نه غوښتنه کړې ده چې هغه ته دې فول پروف حفاظتي انتظامات ورکړي.

ياده دې وي چې عمران خان تر دې وړاندې په سپريم کورټ کې ويلي و چې د وزيراعظم شهباز شريف او د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله له لوري ورته د مرګ ګواښونه کېږي.

Leave a reply