نوې ژوند تنظیم پښتنو لیکوالانو اوخبریالانو ته امن ایوارډ ورکوي،دا یو ډیر لوی کار کوي: ډاکټر اباسین یوسفزۍ

0
606

نصیب شاه شینواري
ادبي، کلتوري او فلاحي تنظیم نوي ژوند د PNCA اسلام آباد په ملاتړ او مرسته د کال 2022 دویم د سولې جایزه تنظیم په ۱۷ مارچ تنظیم کړې وه.
نوې ژوند هر کال د ادبي او څیړونکي ماهرانو تر څارنې لاندې مستحقو لیکوالانو او د ژبې او ادب لپاره کارکوونکو کسانو ته جایزې ورکوي.
نسیم مندوخېل، د نوي ژوند یو فعال کارکوونکې او مشر ددې دستورې حاضرينو ته د ياد تنظیم مقصدونه بيان کړل او ويې ويل، چې سږ کال موږ غواړو د يتيمانو لپاره د ښوونځيو د پرانستلو په میدان کښې هم کار وکړو تر څو هغوى ته د وړيا زده کړو ترڅنګ عصري مهارتونه هم ور زده کړي.

تيره ورځ د پاکستان نيشنل کونسل په آډيټوريم کښي د تير کال په شان د نوي ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظيم لخوا د امن ايوارډ دستوره اوشوه،دا ځل د امن ایوارډ په سیالیو کښې د انځورګرۍ مقابله شوي وه چي پکښي څلور کسان چې پکښې ښځینه او سړي شامل وو برخه اخستې وه، په ښځینه کښې یوه تکړه انځورګره الماس خانم جان ، پلوشه رنړا، ګل وارث بخت او مفتي معاذ همدرد د سياليو اتلولي خپله کړه.
د جایزې په سیالۍ کې د نثر پنځو کتابونو او د شعر پنځو کتابونو ته جایزې ورکړل شوې او پر دغو سیالیو سربېره د ژوند د بېلابېلو برخو خلکو ته جایزې او مډالونه ورکړل شول. .
د غونډې مشري د پښتو ژبې نامتو شاعر او د صدارتي ايوارډ ګټونکي ډاکټر اباسين يوسفزي کوله
د غونډې برخه والو ته اباسین یوسفزی اوویل چې د نوي ژوندې تنظیم د پښتنو خبریالانو او لیکوالانو لپاره د امن ایوارډ تابیا کوي چې دا یو لوی کار کوي او دې سره د پښتو ژبې لیکوالانو او خبریالانو حوصله لوړیږي.
په ځانګړو مېلمنو کې پروفېسر نورالامین یوسفزۍ، ستر شاعر سرور خټک او مېرمن یې مسکان خټک، ډاکټر اقبال شاکر، بخت راون عمر خېل، د پښتو فلمونو وتلی ستوری آصف خان، فضل مومن او مېرمن یې زیبا افریدي، د ایبټ آباد فلاحی کارکونکې او د ټولنیز تنظیم ستوری او شعاع بنسټ ایښودونکی او صدر ډاکټر رابعه نور اظهر ، د ایبټ آباد څخه د اردو او هندي ژبو مشهور لیکوال ګل ارباب، د خیبر پښتونخوا د بشري حقونو د تنظیم مشر شهنام خان،
ډاکټر سهیل خان، ډاکټر لیاقت تابان، اقبال حسین افکار، د لنډیکوتل سیمې وتلې لیکوال او ژورنالسټ نصیب شاه شینواری، د AVT خیبر اینکر او په اسلام آباد کښې د پښتونخوا ژورنالیستانو د ټولنې صدر حسن خان، مشهور بلډر عصمت خان مروت، مشهور بلډر نذیر اسلم خټک، او مشهور شخصیت حاجي صادق ادوزی شامل وو.

په دغو مراسمو کښې د نوي ژوند تنظیم د کابینې غړو او د ادارې اجراییه رییس ته مډالونه ورکړل شول .

نسیم مندوخېل، د نوي ژوند رییس او یو فعال کارکوونکي په دې موقع اوویل چط موتږ هر کال د قاضیانو تر څارنې لاندې مستحقو کسان چې پکښې پښتانه لیکوالان،خبریالان او په ټولنه کښې فعال او د خیر ښیګړې کارکوونکو ته جایزې ورکوو چې ددوی حوصلې نورې هم لوړې شي.

نسيم مندوخېل حاضرينو ته د ياد تنظیم مقصدونه بيان کړل او ويې ويل، چې سږ کال مونږ غواړو د يتيمانو لپاره د ښوونځيو پرانېستلو هم پیل کړو، څو هغوی ته د وړيا زده کړو ترڅنګ عصري مهارتونه هم ور زده کړي.
نسيم مندوخېل دغه کامیابه او ښایسته دستوره د يادې ادارې مسوولينو ته ځانګړې کړه او ويې ويل، چې دا ټول د نوي ژوند تنظیم د مشرنو او کشرانو د هڅه پایله ده چې نن یو لویه او ښایسته دستوره کیږي.

په دویمه برخه کې د امن تیټر، په لوی سکرین د ګټونکو انځورونو نندارتون او په پای کې د موسیقۍ ستره اوخوندوره شپه هم تابیا شوې وه چې د شپې ناوخته پورې پای ته ورسېده. .

Leave a reply