د پنجاب نګران کابینې په صوبه کې د مارچ له 29 څخه په یو وخت کې هرې کورنۍ ته د 20 کیلوګرامه وړیا اوړو ورکولو منظوري ورکړه
باغي ټی وی رپورټ
د پنجاب نګران کابینې په صوبه کې د مارچ له 29 څخه په یو وخت کې هرې کورنۍ ته د 20 کیلوګرامه وړیا اوړو ورکولو منظوري ورکړه.
لاهور: د پنجاب نګران کابینې په صوبه کې د مارچ له 29 څخه په یو وخت کې هرې کورنۍ ته د 20 کیلوګرامه وړیا اوړو ورکولو منظوري ورکړه.
د پنجاب د نگران وزيراعلي محسن نقوي په مشرۍ کښې د کابينې غونډه وشوه چې پکښې په پنجاب کښې د وړيا اوړو ورکولو او د مفت اوړو رجسټريشن عمل آسانولو په اړه د مختلفو تجويزونو جائزه واخستل شوه.
په غونډه كښې د صوبائي وزيرانو او نورو چارواكو د څارنې لپاره يوه كمېټۍ جوړه كړې شوې كومه به چې د رجسټرېشن په اړه سپارښتنې كوي۔ کابينې ته په بريفنګ کې وئيل شوي چې تر دې مهاله د اوړو له ٧ ميليونو نه زياتې کڅوړې وېشل شوي دي چې په دې اړه کابينې د وړيا اوړو د ورکولو په عمل هم اطمينان څرګند کړ.
بريفنګ کښې دا هم وئيلي شوي چې په مقرره نرخونو د ضروري شيانو شتون يقيني کولو لپاره د چيکنګ هدايات هم ورکړے شوي دي۔
کابینې په صوبه کې د مارچ له 29 څخه په یو وخت کې هرې کورنۍ ته د 20 کیلو اوړو ورکولو منظوري ورکړه.