د پنجاب پولیسو د شپې ناوخته په سیالکوټ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عثمان ډار پر کور چاپه وهلې ده
باغي ټی وی رپورټ
د پنجاب پولیسو د شپې ناوخته په سیالکوټ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عثمان ډار پر کور چاپه وهلې ده.
د پوليس ترمخه عثمان ډار د چاپې په مهال کور کښې موجود نه وو۔
عثمان ډار د پنجاب د پولیسو لخوا په کور د چاپې په اړه غصه څرګنده کړه او ویې ویل چې زما په غیاب کې زما په کور چاپه وهل شوې وه، دا چاپه داسې وه لکه یو ترهګر نیول.
عثمان ډار وويل چې د چاپې پر مهال په کور کې يوازې ښځې موجودې وې.
بل خوا په ملتان کې د پي ټي ائي د مشر جاويد انصاري د زوي په ګډون ٢٦ کار کوونکي نيول شوي دي.
تحريک انصاف وايي د لودران او بهکر نه يې ګڼ شمېر کارکنان نيولي دي.