د هند پوځ د بې تجربې او ناهلۍ یو بل مثال مخې ته راغلې ، په راجستان ایالت کښې ی په غلطۍ سره یو توغندی وتوغاوه

باغي ټی وی رپورټ
د هند پوځ د بې تجربې او ناهلۍ یو بل مثال مخې ته راغلې ، په راجستان ایالت کښې ی په غلطۍ سره یو توغندی وتوغاوه.
د راپورونو له مخې دغه پېښه د پوکران په پوځي ډګر کې د ډزو د تمرین پر مهال شوې ده.
د هند پوځي چارواکي ادعا کوي چې توغندی په الوتکه کې نصب شوی و خو ملبه یې په کروندو کې لوېدلې، په پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی او د پلټنې امر شوی دی.
د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د هندي پوځ لخوا په غلطۍ سره یو توغندی توغول کیږي.
تر دې وړاندې هم هندي پوځ د روزنې پر مهال په خپل کلي د هاوان مرمۍ غورځولې وه، چې په پایله کې یې ۳ تنه وژل شوي وو.
تېر کال هم یو ملکي وګړی د ډزو سلسلې ته څېرمه هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې د هاوان له مرمۍ څخه پیتل راوباسي او وپلوري چې مرمۍ پرې ولګېده.






