د تېلو ټانکر چلوونکي فیصل بلوچ چې په کوټه کې یې د ګڼو هېوادوالو د ژوند ژغورلو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچاوه، د پاکستان حکومت له لوري د زړورتیا مډال ورکړل شو

0
171

باغي ټي وي رپورټ
د تېلو ټانکر چلوونکي فیصل بلوچ چې په کوټه کې یې د ګڼو هېوادوالو د ژوند ژغورلو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچاوه، د پاکستان حکومت له لوري د زړورتیا مډال ورکړل شو.

د کوټې اوسېدونکی فیصل بلوچ ته د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د ملي ملکي اتلولۍ د مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر ډاکټر عارف علوي له خوا د شجاعت مډال ورکړل شو.

فیصل بلوچ ته د زړورتیا په خاطر د شجاعت مډال ورکړل شوی و، هغه تیر کال د خپل ژوند پروا نه کولو پرته اور لګیدلی ټانکر له درې کیلومترو څخه ډیر لیرې د خلکو ژوند وژغوره.

د ټرک چلوونکی فیصل بلوچ د ستر ملي او مدني اعزاز په ترلاسه کولو ډیر خوشحاله دی.

Leave a reply