د پنجاب پخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي ويلي چې شهباز شريف او محسن نقوي دواړو د ټاکنو شيډول لغوه کولو سره د شپږمې مادې څخه سرغړونه کړي ده
باغي ټی وی رپورټ
لاهور: د پنجاب پخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي ويلي چې شهباز شريف او محسن نقوي دواړو د ټاکنو شيډول لغوه کولو سره د شپږمې مادې څخه سرغړونه کړي ده.
په لاهور کې د هائي کورټ بار صدر اشتیاق خان او د لاهور بار صدر انتظار حسین سره په ملاقات کې پروېز الهي وویل چې د اسحاق ډار، خواجه آصف، راناثنا الله او محسن نقوي وزارتونو د انتخاباتو لپاره د فنډ او عملې ورکولو نه انکار کړی دی.
ده ووئيل دا ټول د شهباز شريف، آئي جي پنجاب او چيف سيكرټري په امر شوي، اليكشن كمېشن د انتخاباتو شيډول لغوه كولو اختيار نه لري۔
پخواني وزيراعلي وويل دانتخاباتو شيډول لغوه کولو سره شهباز شريف اؤ محسن نقوي داساسي قانون خلاف ورزي کړې اؤ د سترې محکمې دحکمونو سپکاوى يې کړى دى.