د کوټې عدالت د عمران خان د فوکل پرسن حسن نیازي ضمانت منظور کړی دې
باغي ټی وی رپورټ
د کوټې عدالت د عمران خان د فوکل پرسن حسن نیازي ضمانت منظور کړی دی.
په ۱۸م مارچ د کوټې په ائيرپورټ پوليس سټيشن کې د حسن خان نيازي په ضد مقدمه درج شوې وه، پرون هغه په يو ورځني ټرانزټ ريمانډ د کويټې پوليسو ته سپارل شوی ؤ چرته چې پوليس هغه د اسلام اباد نه کوئټې ته راوستی ؤ. د کوئټې پوليسو حسن نيازي په سختو امنيتي تدابيرو د جوډيشل مجسټرېټ محکمې ته وړاندې کړ، په دې موقع د ميډيا نمائندګانو ته هم عدالت ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې۔
ورسته جوډيشل مجسټرېټ حسن نيازي د يو لاکه روپو په ضمانت د ضمانت منظور کړے وو د کومي نه پس چي پوليس حسن نيازي په سخت حفاظت کښي ګرفتار کړے دے۔