د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې اوس د آبادۍ کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کول پکار دي

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې اوس د آبادۍ کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کول پکار دي۔
د پاکستان د شمارياتو ادارې د پلاننګ په اړه د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ ته د بريفنګ په مهال ويلي دي چې هېواد په روانه مردم شمارۍ کې د هدف نه مخکې دی، تر دې دمه 127 ميليونه وګړي شمېرل شوي دي.
په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په مردم شمارۍ به 34 اربه روپۍ لګولې شي اوس د آبادۍ قابو كولو لپاره جدي ګامونه پورته كول پکار دي۔






