د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبرپښتونخوا کې اختلافات زيات شوي چرته چې صوبايي سينئر نائب صدر عبدالسبحان خان د پارټۍ د قواعدو نه سرغړونې په تور له دندې لرې کړل شوی دی
باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبرپښتونخوا کې اختلافات زيات شوي چرته چې صوبايي سينئر نائب صدر عبدالسبحان خان د پارټۍ د قواعدو نه سرغړونې په تور له دندې لرې کړل شوی دی.
د مسلم ليګ (ن) صوبائي جنرل سيکرټري مرتضيٰ جاويد عباسي هم د پارټئ سينئر نائب صدر عبدالسبحان خان ته د شوکاز نوټس جاري کړے دے په کوم کښې چې عبدالسبحان د پارټي ډسپلن خلاف ورزي کولو او پارټي په ډلو کښې تقسيمولو تور لګولې دې۔
د شوکاز نوټس کښې وئيلي شوي دي چې که په پنځلس ورځو کښې د شوکاز نوټس ته د قناعت وړ جواب ورنکړل شي نو د ګوند بنيادي رکنيت به هم ختم کړے شي۔
دسرچينو له مخې سردار مهتاب، اقبال ظفرجهګړا، ارباب خضر حيات او نورو ته د شوکاز نوټس جاري کولو فيصله شوې ده.
په دې لړ کښې د (ن) ليګ مشر ارباب خضر حيات جيو نيوز سره خبرو کښې وئيلي دي چې نظرياتي کارکنان به هيڅ شو کاز نوټس ته جواب نه ورکوي، نظرياتي کارکنان د نواز شريف او شهباز شريف په مشرۍ کښې متحد دي۔