د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، عمران خان چې پر امریکا یې تورونه لګولي، اوس ترې د مرستې غوښتنه کوي

باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، عمران خان چې پر امریکا یې تورونه لګولي، اوس ترې د مرستې غوښتنه کوي.
دبهرنيو ميډيا نمائندګانو سره دخبرو په مهال خواجه اصف وويل عمران خان دخپلې وژنې دسيسې يو نوى داستان جوړوي، هغه اووه يا اته مياشتې امريکا په يوبل دسيفري تورونه لگوي، اوس امريکا څخه مرسته غواړي، هلته لابي کول، د شرکت د خدماتو ګمارل.
هغه وويل چې د عمران خان ځينې پلويان هغه يو مذهب ګڼي، کله چې پوليس د عمران خان د نيولو لپاره ورغلل، پرې بريد وشو، عمران خان د محکمې مخې ته ګڼه ګوڼه راولي، د پاکستان په تاريخ کې هېڅ کوم سياستوال داسې کار نه دى کړى. غیرقانوني اقدام ترسره شو.
خواجه اصف زلمي خلیلزاد ته یو پیغام استولی او ویلي یې دي چې دوه لکه افغانان امریکا ته د تللو لپاره پاکستان ته راغلي، اوس هم دلته دي، ولې زلمی خلیلزاد له پاکستانه امریکا ته د افغانانو د ایستلو خبره نه کوي؟





