د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید د دوه اړخیز تجارت ښه کولو او سوداګرۍ ته وده ورکولو په اړه عملي هڅې وکړي: ضیاالحق سرحدي

0
575


نصیب شاه شینواري
پیښور کښې د افغانستان حکومت ذمه وار او تاجرانو پاک افغان تجارت ته د ودې لپاره د اجتماعي هلو ځلو په شروع کولو اتفاق کړې دې، د پیښور افغان کونسلګرۍ سرپرست جنرال حافظ محب الله شاکر او د خېبر پښتونخوا سوداګرو د پاک افغان دوه اړخیزه او ټرانزیټ سوداګرۍ ترمنځ د خنډونو لرې کولو لپاره د ډله ایزو هڅو په پیلولو موافقه وکړه.

په خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې دغه هوکړه د افغانستان د قونسلګرۍ له سرپرست جنرال قونسل سره د ځايي سوداګرو د ناستې په ترڅ کې وشوه.

د سوداګرو اتحادیی مشري د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاءالحق سرحدي کوله.
په دې موقع د قونصلګرۍ دوهم سيكټر جنرل مفتي نورالله هوتک، تجارتي اتاشي وحيدالله همت او پروتوكول افسر شاهد الله ظهير هم موجود وو۔

ضياء الحق سرحدي چې د سرحد د سوداګرۍ او صنايعو خونې پخوانى سينئر نائب صدر هم دى د غونډې برخه والو ته د پاک افغان تجارت په برخه کې د سوداګرو د ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

د ضياء الحق له لوري افغان علم خبر سند بحالول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د کميټې جوړول، د صادرونکو، واردونکو او صنعتکارانو ته ورپیښې یو شمیر نورې ستونزوپه اړه ی افغان چارواکي خبر کړل.

په دې موقع د افغان کونسلګرۍ چارواکو د تورخم په پوله د غیر ضروري او غیر رجسټرډ چیکنګ پوسټونو په اړه د خپلو وړاندیزونو او ځینو تحفظاتو په اړه هم سوداګرو ته معلومات ورکړل، په کراچۍ کښې د افغان ټرانزټ ټرید کانټینرونو په کلیرینس کښې خنډونه او کلیرینس کښې زیات وخت اخستل او یو شمیر نورو ستونزو په اړه ی هم ورسره معلومات شریک کړل.

دوی د کراچۍ په سمندري بندر کې د افغان ټرانزیټ مالونو په چیکنګ کې د ځنډ په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه چې له امله یې د سامانونو په رسیدو کې ځنډ رامینځته کیږي.

په دې موقع ضیا سرحدی وویل دا د وخت ضرورت دی چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تجارت په لاره کښې د خنډونو د ختمولو لپاره عملي هڅې وکړي چې د دواړو ګاونډی هیوادونو تجارت وده وکړي چې دا به د دواړو هیوادونو د معیشت او اقتصاد په ښه کولو کښې ډیره لویه ونډه ولري.

ده ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت په سيمه كښې د سوكالۍ راوستو لپاره ډېر ضروري دي، هغوی زیاته کړه چې دا هدف د صادقانه هلو ځلو له لارې ترلاسه كېدې شي او باید د تجارت ښه کولو لپاره صادقانه هڅې وشي.

Leave a reply