د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي: حکومت یې د تحریک انصاف ګوند سره هر اړخیزو خبراترو ته چمتو دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي: حکومت یې د تحریک انصاف ګوند سره هر اړخیزو خبراترو ته چمتو دی.
24 مارچ جمعه 2023
د پاکستان دفاع وزیر “خواجه محمد آصف” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې حکومت یې تحریک انصاف ګوند سره هر اړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی.
د نوموړي په خبره که څه هم، دوی پوهیږي چې تحریک انصاف ګوند سره به یې خبرې او ممکنه معامله کومه پایله و نلري؛ خو بیا هم دوی چمتو دي چې د هیواد د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند سره خبرې اترې وکړي.
یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې خواجه محمد آصف ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند له اساسي قانون څخه ګڼ شمېر سرغړونې کړې دي؛ خو بیا هم دوی به ورسره خبرې کوي ترڅو هیواد کې شته ستونزو ته یوه حل لاره پیدا شي.
خواجه اصف وويل: “موږ نږدې يو کال مخکې دا حکومت جوړ کړ. موږ د هغه وخت د حکومت پر وړاندې د نه باور رايې د برياليتوب په پايله کې د واک يو کال پوره کوو.”
د نوموړي په خبره د پاکستان د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې “شیرین مزاري” امریکا ته په یوه لیک کې په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مسله راپورته کړې ده.
خو دا په داسې حال کې ده چې نږدې یو کال وړاندې له واکه د عمران خان له ګوښه کېدو وروسته تحریک انصاف ګوند امریکا د پاکستان د حکومت پر ضد د دسیسې په جوړولو تورنه کړه.
ښاغلي اصف زیاته کړه چې په نړۍ کې هیڅ کله هم یو ملزم عدالت ته د حاضریدو نه انکار نه دی کړی خو؛ عمران خان په مختلفو بهانو لکه د امنیتي دلایلو او د مظلومیت په وجه عدالتونو ته د حاضریدو نه انکار کړی دی.
هغه زياته کړه، کله چې د پوليسو ډله يې د نيولو لپاره ولېږله، پر پوليسو بريد وشو، چې په پايله کې يې ٨٠ پوليس ټپيان شول. د عمران خان پلویانو د هغه د کور مخې ته نښتې وکړې. په پاکستان کې تر دې مخکې داسې نه دي شوي.
د خواجه اصف په خبره د تورونو له امله د سیاسي شخصیتونو نیول په ټوله نړۍ کې یو معمول کار دی. دغه راز په پاکستان کې هم په تيرو وختونو کې سياستوال نيول شوي خو د عمران خان او د هغه د ګوند د غړو په شان هيڅوک مقاومت نه کوي.
اوس مهال د PDM ایتلافي حکومت په داسې شرایطو کې هیواد اداره کوي چې په اداري، مالي او سیاسي توګه حالات خورا ستونزمن دي.
اړوند موضوعات
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان زمان پارک نه لاهور هائی کورټ ته رسیدلی دی
د ویلو ده له کله چې عمران خان له واک څخه ګوښه کړل شوې ده پاکستان د سیاسي کړکېچ په لور روان دی چې د خبرو اترو له لارې شته ستونزې حل نهشي، نو د کار پوهانو په اند پایلې بهیې سختې وي.





