د کډوالو چارو وزارت له لورې ایران هیواد ته تللي افغان پلاوي ایران کې له میشتو افغان کډوالو سره لیدلي.

0
181

د کډوالو چارو وزارت له لورې ایران هیواد ته تللي افغان پلاوي ایران کې له میشتو افغان کډوالو سره لیدلي.

24 مارچ جمعه 2023

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت لخوا استول شوي پلاوي په بېلابېلو ښارونو کې له افغانانو سره لیدنې کتنې کړي دي.

 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راځي، چې د مولوي محمدجان خدرخیل په مشرۍ پلاوي د ایران په شېراز ښار کې د مېشت افغان کډوالو له استازو سره لیدلي دي. پلاوي ډاډ ورکړی چې د دوی ستونزو ته به ژر تر ژر رسېدنه وشي.

 

د ښاغلي خدرخېل له قوله چې دوی د ایران مېشتو افغانانو په استازولۍ له یو شمېر افغان مشرانو او مخورو سره ناستې کړي او دوی ته یې ډاډ ورکړی چې ستونزې او شکایتونه به یې له مسوولینو سره شریک شي.

 

یاد وزارت زیاتوي، چې دې پلاوي د کډوالو د اتشې په همکارۍ ایران کې د ډېری مېشت افغان کډوالو ستونزې په بېړني ډول حل کړي هم دي.

 

د کډوالو چارو وزارت په خبره، یاد پلاوی د دې هېواد د بلوچستان په سیستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د دوی له استازو سره هم لیدنه کوي.

اړوند موضوعات

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د سپین بولدک د مهاجرینو امریت څخه لیدنه ترسره کړی.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت نوموړی پلاوی داسې مهال استوي چې په وروستیو کې د ایران هیواد له لوري د افغانانو جبري ایستنې زیاتې شوي دي.

Leave a reply