اسلامي امارت افغانستان کې د داعش ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې رد او له حقیقت لرې بللي.

اسلامي امارت افغانستان کې د داعش ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې رد او له حقیقت لرې بللي.
24 مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د امریکايي چارواکو هغه ادعاوې له حقیقت لرې بللي چې په افغانستان کې د داعشي ډلي د تعداد او فعالیت په اړه یې کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د داعش ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري.
نوموړی همدا راز زیاتوي چې داعشي فتنګر له پخوا په مراتبو کم او زیات ځپل شوي دي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: د مزار شریف ښار په بیلابیلو سیمو کې داعش مهم ځایونه او غړي له منځه وړي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د امریکایي چارواکو له لوري له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمايي په خپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي.





