چین پاکستان ته د دوه ملیارد ډالرو د خوندي زیرمو پور ورکړ
باغی ټی وی رپورټ
چین پاکستان ته د دوه ملیارد ډالرو د خوندي زیرمو پور ورکړ.
د مالیې وزارت سرچینې وايي، چین د دوه میلیارده ډالرو د خوندي زیرمو د راستنېدو بهیر د یوه کال لپاره ځنډولی دی.
د سرچينې په وينا، له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه هم مالي تمويل کېږي. د مالیې وزارت سرچینې وايي، پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) څخه د دې تړون لپاره د بهرنیو مالي مرستو تایید ته اړتیا لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په همدې مياشت کې له چين څخه پاکستان ته ٣٠٠ ميليونه ډالره نور هم راغلي، په داسې حال کې چې په همدې مياشت کې د بهرنيو اسعارو زېرمې له پنځو مليارډو ډالرو څخه د اوښتو اټکل کېږي.
ياده دي وي چي د آئي ايم ايف لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي دي چي د بهرنو مالي باورونو نه پس به پاکستان راتلونکي ګام پورته کولي شي، پاکستان ته پکار ده چي د نورو مالي ادارو او دوستو ملکونو نه هم مالي مرسته يقيني کړي۔